د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون څخه لیدنه وکړه

ameen_admin
اثنين, أكتوبر 21 2024 5:06 مساء
Jsjnejeockkdjxnehsh

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال په پکتیا پوهنتون کې یوې لویې غونډې ته چې د دغه ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د پوهنتون رهبري پلاوي، د ولایتي ادارو مسؤلینو، استادانو او محصلینو هم پکې ګډون درلود وینا وکړه.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: چې د ټولو مسؤلینو، استادانو او محصلینو د مبارزې هدف حق ترلاسه کول دي او د غونډې له نورو ګډونوالو یې وغوښتل، چې د حق ترلاسه کولو په لاره کې له یو بل سره همکاري وکړي.

 

هغه د علم پر ارزښت هم خبرې وکړې او محصلین یې د عصري او دیني علومو زده کړې ته وهڅول او زیاته یې کړه: چې د یو هېواد پرمختګ او ترقي په علم او پوهې پورې اړه لري.

 

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام استادانو او محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلو درسونو کې غفلت ونه کړي او خپلو زده کړو ته پام وکړي، ځکه دوی د هېواد معنوي شتمني ده. 

 

محترم وزیر صاحب همدارنګه استادانو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: چې د هېواد د بچيانو په وړاندې خپل مسؤليتونه په ښه توګه سرته ورسوي او د اسلام د سپېڅلي دين او د هېواد د کلتور په رڼا کې روزنه ورکړي.

 

ورپسې د پکتيا پوهنتون رئيس مولوي عبدالحکيم حمدي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغه پوهنتون د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

 

 نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هــ.ق د ربیع الثاني ۱۸ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د میزان ۳۰ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۲۱ مه

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS