د اسلامي پراختیایې بانک په لګښت د لیسانس، ماسټري، دوکتورا او فوق دوکتورا تحصیلي بورسونو خبرتیا!

Anonymous (not verified)

 

اسلامي پراختیایې بانک (IsDB) د خپلSTI/735  شمیرې 04/Feb/2020 نیټې یادښت په ترڅ کې د کرنې، ښوونې او روزنې، هستوګنیز چاپیریال، دوامدارې پراختیا، ښار جوړونې، د لګښتونو او ضایعاتو مدیریت، اسلامي بانکوالي، اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټیکنالوژي، طب او فارمسي په برخو کې د لیسانس، ماسټري، دوکتورا او فوق دوکتورا په کچه د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د یادو بورسونو مینوال کولی شي د اړتیا وړ معلومات، د منلو شرایط او د درخواستي فورم د اسلامی پراختیایې بانک د پورټال له سايټ www.isdb.org  څخه لاسته راوړې او په آنلاین ډول په یاد سایټ کې نوم ثبتونه وکړي او ددې په څنګ کې لوړو زده کړو وزارت ته د یادو نورو فورمونو د لاسته راوړلو لپاره د ۲۰۲۰/فبروري/۲۸ نیټې چې د کب میاشتې له ۹ نیټې سره سمون خوري، څخه د مخه مراجعه وکړي.

مینوال په هغه صورت کې چې په شرایطو برابر وي د یاد پورټال ویب سایټ کې د نوم ثبتولو وروسته د بورسونو مدیریت سایټ کېwww.sms.mohe.gov.af   هم نوم ثبتونه وکړي او د سندونو او یادو فورمونو کاپې د ۲۰۲۰/فبروري/۲۸ نیټې چې د کب میاشتې له ۹ نیټې سره سمون خوري څخه مخکې د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش ۲۱ غرفې ته وسپاري.

د یادولو وړ ده هغه متقاضیان چې د لیسانس دورې لپاره نوم ثبتوي د نمرو سلنه یې باید د ۷۰٪ څخه کمه نه وي او د نورو تحصیلې برخو لپاره یې د نمرو سلنه له ۶۵٪ څخه کمه نه وي. ددې تر څنګ باید یادونه وشي چې د لوړو زده کړو لپاره د هېواد ټاکنه به د بورسونو ورکونکي(IsDB)   بنسټ لخوا کیږي.

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ!

IsDB.pdf ډانلوډ

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تدارک وسایل تکنالوژی مرکز وزارت بابت سال مالی 1404 را . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۵:۱
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

موضوع: اطلاع عقد قرارداد پروژه تهیه و تدارک قرطاسیه جات و مواد تنظیفاتی مورد ضرورت شفاخانه تدریسی علی آباد بابت سال مالی 1404.

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

اعلان نتایج امتحانات مراحل عالیه وعالمیه

به تمام علمای کرام ولایت‌های غور، دایکندی و بدخشان که در امتحانات شش ‌روزه مراحل عالیه و عالمیه ماه شوال سال ۱۴۴۶هـ.ق اشتراک کرده و موفق شده‌اند، اطلاع داده می‌شود که می ‌توانند نتایج . . .

بازگشت به اطلاعیه ها