د رومانیا هیواد د لیسانس دورې تحصیلي بورسونو خبرتیا

Anonymous (not verified)
ب

د رومانیا هیواد افغانستان ته د لیسانس تحصیلي دورې (۸۵) سیټونو د ورکړي څخه خبر ورکړی دی.

دغه تحصیلي بورسونه په لاندې برخو کې دي:

سیاسي علوم او مدیریت، زده کړه ییز علوم، رومانیایې فرهنګ او تمدن، ژورنالیزم، حیواني طب، کرنه او د پټرولو او ګازو تخنیکي انجنیري.

 

د بورسونو شرایط:

  1. د متقاضیانو د ښوونځي فراغت کال له (۱۳۹۴- ۱۳۹۸) پورې وي.
  2. د متقاضیانو د ثانوي دروې درې کلنې نمرې سلنه باید له (۷۰٪) څخه کمه نه وي.
  3. د تلو را تلو ټیکټ د محصل په غاړه دی.
  4. د پوهنتون فیس، د استوګنځي لګښت او میاشتنی جیب خرڅ د بورسونو ورکونکي هیواد له طرفه تمویلیږي.

د اړتیا وړ سندونه:

  1. اصلي شهادتنامه او د ثانوي دورې درې کلنو نمرو ټرانسکریپټ (په انګلیسي ژبه)
  2. د سوانحو خلص (CV)
  3. د پاسپورټ کاپي
  4. د تابعیت تذکره
  5. څلور قطعې عکسونه
  6. د صحي معایناتو د فورم ډکول
  7. د بورسونو ورکونکې مرجع د غوښتنلیک فورم ډکول
  8. د بهرنۍ ژبې سندونو کاپي

بناءً د پورتنیو بورسونو متقاضیانو ته خبر ورکول کیږي چې که چیري د پورتنیو مواردو او شرایطو په نظر کې نیولو سره واجد شرایط وي او غواړي چې د یاد هیواد تحصیلي بورسونو کې نوم لیکنه وکړي له لوړو زده کړو وزارت څخه د لازمو فورمونو اخیستلو څخه وروسته  کولای شي د نوم لیکنې لپاره لاندې ویب سایټ ته مراجعه وکړي

http://www.mae.ro/en/node/10251

او د یاد شوي فورم له پرنټه دوه کاپي له ټولو نورو اسنادو سره د (۲۰۲۰) کال د فبروري (۲۷) څخه د مخه د لوړو زده کړو وزارت د عمومي پذیرش (۲۱) نمبر غرفې ته وسپاري. او له یادې نیټې وروسته هیڅ ډول  اسناد نه منل کيږي.

 

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تدارک وسایل تکنالوژی مرکز وزارت بابت سال مالی 1404 را . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۵:۱
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

موضوع: اطلاع عقد قرارداد پروژه تهیه و تدارک قرطاسیه جات و مواد تنظیفاتی مورد ضرورت شفاخانه تدریسی علی آباد بابت سال مالی 1404.

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

اعلان نتایج امتحانات مراحل عالیه وعالمیه

به تمام علمای کرام ولایت‌های غور، دایکندی و بدخشان که در امتحانات شش ‌روزه مراحل عالیه و عالمیه ماه شوال سال ۱۴۴۶هـ.ق اشتراک کرده و موفق شده‌اند، اطلاع داده می‌شود که می ‌توانند نتایج . . .

بازگشت به اطلاعیه ها