د لوړو زده کړو وزارت او ملي پراختیا شرکت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

nasir_admin
Sun, Jul 14 2024 2:05 PM
3253561

د دغې هوکړې موخه په سترو ملي پروژو کې د استادانو له ظرفیتونو ګټه اخیستنه، محصلینو ته د ملي پراختیا شرکت په پروژو کې د عملي کارونو زمینه برابرول او د پایلیکونو پروژو تکمیلول، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ملي پراختیا شرکت کارکوونکو ته د ماسټري او دوکتورا برنامو زمینه برابرول، علمي څېړنیزو کنفرانسونو ته د ملي پراختیا شرکت کارکوونکو رادعوتول،  دواړه لوري یو د بل له کادرونو، متخصصینو او امکاناتو څخه ګټه اخیسته او دې ورته نور موارد شامل دي.
د یادې شوې هوکړې په مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، مرکزي ادارو رئیسانو، د امارتي تحصیلي بنسټونو مشرتابه پلاوو هم حضور لره، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې موږ د دغې هوکړې پر بنسټ نظر او عمل سره یو ځای کوو او په ګډه د افغانستان د پرمختک لپاره کار کوو.
نوموړي زیاته کړه چې زموږ د دنیا او اخرت پرمختګ او بریا له یو بل سره په مرسته او همکارۍ کې ده او دا د بشریت اړتیا ده.
دغه راز د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش او تخنیکي ټیم يې د دغه شرکت د پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او له لوړو زده کړو وزارت سره یې د ګډو همکاریو هوکړه مهمه وبلله.
وروسته د ناستې ګډونوالو د یاد شرکت له نوې جوړې شوې ودانۍ، دفترونو، فابریکې او مرکزي لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت او ملي پراختیا شرکت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالولي عادل تر منځ لاسلیک شوه.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د محرم الحرام ۸مه
۱۴۰۳هـ.ش، د سرطان ۲۴مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS