د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خوست امام محمد بن حسن شیباني رحمه الله له دارالایتام څخه لیدنه وکړه.

eshaq_admin
Sun, Oct 20 2024 5:00 PM
Dcgthkollmnbvd

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم خوست ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د امام محمد بن حسن شیباني رحمه الله د دارالیتام له مسؤلینو او یتیمانو سره په کتنه کې هغوی ته مهمې خبرې او سپارښتنې وکړې. 

نوموړي په یاد دارالیتام کې وویل چې امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله د افغانستان ټولو دارالیتامونو ته ځانګړې پاملرنه او توجه کړې او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا د یتیمانو پالنې او روزنې لپاره امکانات برابر کړي او په دې برخه کې لا هڅه کوي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د امام محمد بن حسن شیباني رحمه الله دارالیتام یتیمانو ته وویل چې ستاسو پلرونو په لوړ همت او ښه نیت د الله تعالی په لاره کې قربانۍ ورکړي دي، د زمانې له ستر فرعون سره وجنګېدل او الله تعالی ستاسو د پلرونو د قربانیو په وسیله د افغانستان ټول مسلمانان له ظلم څخه خلاص کړل. 

هغه یتیمانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو باید د خپل پلار نوم وساتئ، علم زده کړئ، خپل وخت مه ضایع کوئ، ځان کمال ته ورسوئ، د خپلې مور، مشر ورور، استاد او خپلوانو درناوی او خدمت به کوئ.»

دغه راز سرپرست وزیر د یاد دارالیتام مسؤلینو او استادانو دنده مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې تاسو ته دروند او مهم مسؤلیت در پر غاړه دی. نوموړي د یاد دارالیتام مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې په ډېر اخلاص د یتیمانو روزنه او پالنه وکړي. 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۱۷ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۲۹مه

۲۰۲۴م، د اکتوبر۲۰ مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS