داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

سرلیک: د سمنګان لوړو زده کړو موسسې سرور روم ته د کرنې پوهنځۍ او لیلیې د نوري فایبر کېبل د نښلولو پروژه.

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره:   MOHE/G0VD-ON/1400/NCB/G-036

لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د سمنګان لوړو زده کړو موسسې سرور روم ته د کرنې پوهنځۍ او لیلیې د نوري فایبر کېبل د نښلولو پروژې په پروسه کې ګډون وکړي، خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، قانون او د ا. ا. ج. تدارکاتو طرزالعمل  سره سم په  تړلې بڼه وړاندې کړي.

د اړوندې شرطپاڼې اصول:

له www.npa.gov.af www.ageops.net وېب‌پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ، او د آفرونو سپارلو نېټه د ۱۴۰۰/۱/۸ نېټې، یک‌شنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجو پورې چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده، تر سره کېږي. وروستي رسیدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو پرانیست غونډه د ۱۴۰۰/۱/۷ نېټې، یک‌شنبې، ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د لوړوزده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفرپرانستلو تالار کې چې څلورمه کارته، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري، جوړېږي.

د آفر تضمین :

د آفر تضمین د بانکې ګرنټۍ په بڼه (۷۶۰۰۰) شپږاویا زره افعانۍ دی.

د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې دېر وي، یعنې د آفر پرانستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.

د بانک تضمین دې د شرط پاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره، چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي، وړاندي شي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نیټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید دقیق او پرته له قلمي اشتباه څخه وي.

د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی چمتو شي، د هغې کاپي او سکن د منلو وړندي او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي، د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو ش او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دي.

 

یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرط‌پاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په ۱۳۹۹/۱۲/۲۸  نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په تالار کې جوړیږي.

د اړیکې شمېره:  ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders