د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شمال زون ته د ولايتي سفرونو په دوام په کندوز ولایت کې ولسي غونډي ته وینا وکړه

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۱۱
fsdfsdfs

په یاده غونډه کې، چي ولايتي مسؤلينو، عالمانو، د پوهنتون استادانو او محصلینو او متنفذینو حضور درلود د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې موږ داسي اسلامي شخصیتونه تربیه کول غواړو چې د اسلامي ارزښتونو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي او د پردیو له افکارو او ارزښتونو متاثره نه شي؛ بلکې پر خپلو ارزښتونو ثابت پاتي شي. همدارنګه سرپرست وزیر د تبلیغاتي جګړې په اړه خبري وکړې، چې غرب نن ورځ د افغان ښځو د تعليم او تحصيل خبرې کوي، په تېرو شلو کلونو کې یې زموږ پر کورونو بمونه غورځول ښځې، ماشومان او سپین ږیري یې شهيدانول او اوس یې د افغانانو شتمني هم کنګل کړې ده.
همداراز سرپرست وزیر پر خپلو لاسته راوړنو خبرې وکړې، هغه وویل، چې٢٥٠ میلیونه افغانۍ مو د لابراتوارونو د تجهیز او ٤٥٠ میلیونه افغانۍ د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره بیلې کړې دي او د استادانو د دوکتورا برنامو لپاره ١٠٠ بورسونه په نظر کې دي.
وروسته د کندوز پوهنتون رئيس مولوي عبدالهادي همت سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د یاد پوهنتون پر تاريخچې، تشکیلاتو، لاسته راوړنو او ستونزو يې خبرې وکړې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS