د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د تېرو شوراګانو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او له اجنډا سره سم په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې له پوهنځی پرته د ډېپارټمنټونو پر شتون، د استادانو د علمي ترفیعاتو او تقرر، په بهر کې د استادانو د زده کړو، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړونې او معیاري کولو او د هېواد د تحصیلي نظام د پرمختګ په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.
