د کندهار ولایت په پنځه مرکزونو کې د عالمیه، عالیه او خامسه درجو کلنۍ آزموینې پېل شوې.
دغه آزموینه چې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو له خوا په ګډه پیل شوه، په پنځو مرکزونو «جهادي مدرسه، احمدشاهبابا ښوونځي،، خرقه مطهره، دارالمعلمین او سپین بولدک ولسوالۍ» کې له ۵ زره طالب علمانو او فاضلانو څخه په عالمیه، عالیه او خامسه درجو کې اخیستل کیږي.
د کندهار پوهنتون رئېس م اکرم شاه عاصم خپلو خبرو کې وویل؛ چې ټول سوالونه د لوړو زدهکړو وزارت څخه مهرلاک راوړل شوي او نن د رسنیو په مخ کې خلاص کړل شول.
شنبه مورخ:
۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۳۰/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش ۲۰/۱/۲۰۲۴ م
