شیخ الحدیث محترم مولوي نداء محمد ندیم؛ په پوهنتونونو کې فکري، ژبني او مذهبي تعصب ته ځای نشته

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۳۱
Seetuioljbbv

 

یادې څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د رسمي سفر پر مهال، د ننګرهار پوهنتون په ورزشي لوبغالي کې یوې سترې جوړې شوې غونډې ته وکړې. 

 

په یاده غونډه کې د یاد ولایت مرستیال والي، د علماؤ شورای رئیس ، د جهادي مدرسي مهتمم،د ننګرهار پوهنتون او د ننګرهار خصوصي تحصیلي نهادونو مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سربېره، د ولایتي ادارې مسؤلینو او علماء کرامو هم ګډون کړی و. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په دغه غونډه کې له پوهنتونونو څخه د اسلامي نظام پر غوښتنو، د تحصیلي نهادونو پیاوړتیا، د تدریس او زده کړو کیفیت لوړاوي، د علم پر ارزښت او همدارنګه په ټولنه کې د اکاډمیکو اشخاصو پر رول او د دین، نظام او ټولنې پر وړاندې یې پر مسؤلیتونو خبرې وکړې.  

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د هېواد په ابادۍ کې د علمي کادرونو له پوهې، وړتیاوو او مهارتونو څخه ګټه اخیستل د اسلامي امارت ستره هیله ده او له دې پرته له هغوی څخه بله تمه نه لرو.

 

محترم سرپرست وزیر د پوهنتونونو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتوني چارو معیاري کېدو، عالي درسي میتودونو کارونې، د محصلینو جامع تربیت، څېړنیزو او علمي هڅو پراختیا، د محصلینو تر منځ د وحدت قایمول او د محصلینو د وخت ضایع کېدو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي. 

د یادونې وړ ده د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي او شیخ الحدیث امیر الرحمن نعماني د غونډې نور ویناوال وو، چې د بېلابېلو دیني او علمي موضوعاتو اړوند یې خبرې وکړې.

 

نېټه: سه شنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د جمادی الاول ۳ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۱۵ مه

۲۰۲۴ م د نومبر ۵ مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS