په افغانستان کې روغتیایي سیستم او خدمتونو ته کتنه، فرصتونه، ستونزې او حلارې، دوه ورځني ملي کنفرانس لومړۍ ورځ پای ته ورسېده

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۲:۳۱
Jsnxjdknx

 

د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ، سپین غر لوړو زده کړو خصوصي موسسې (ننګرهار) لخوا «په افغانستان کې روغتیایي سیستم او خدمتونو ته کتنه، فرصتونه، ستونزې او حلارې» تر نامه لاندې دوه ورځنی ملي کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتیا وزارت مسوولینو، د سیمه ییزو ادارو استازو، د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو یو شمېر مسوولینو، څېړونکو او استادانو په ګډون سره پیل شو، چې ۷۹ څېړنیزې مقالې به پکې وړاندې شي.

 

د دغه کنفرانس د پیل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې افغانستان په تحصیلي برخه کې، په امارتي او خصوصي دواړو سکټورونو کې فعالیت کوي. د هغه په وینا؛ موږ د دواړو معیار او ملاتړ ته ژمن یو.

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له ډاکټرانو او د طبي برخو له استادانو وغوښتل چې د هېواد د روغتیایي برخې اصلي ستونزې (د باکیفیته او معیاري درملو نه شتون) ته حلارې وړاندې کړي. 

 

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معین دوکتور محمد حسن غیاثي، د ننګرهار مرستیال والي، د علماوو شورا رییس، د افغانستان بانک د څارنې او بانکي خدمتونو لوی امر او د ننګرهار پوهنتون رییس، نور هغه ویناوال وو، چې د کنفرانس ګډونوالو، ډاکټرانو او له استادانو څخه یې د روغتیايي برخې پرمختیا او پراختیا په اړه د شته فرصتونو په رڼا کې، د هر اړخیزو هڅو غوښتنې وکړې.

 

دغه کنفرانس ته د هېواد د بېلا بېلو امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو د استادانو او څېړونکو له لوري ۷۹ څېړنیزې مقالې راغلي، چې ۶۰ مقالې به یې ارایه او ۱۹ به د پوسټر پرېزنټېشن له لارې وړاندې شي.

 

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د لوړو زده کړو وزارت اړوند امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو له لوري په مختلفو مهمو موضوعاتو ملي او نړیوال کنفرانسونه دایر شوي او په طبي برخه کې دا لومړی کنفرانس دی.

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ذوالقعدې ۹مه

۱۴۰۴هـ.ش، د ثور ۱۷مه

۲۰۲۵م، د مې ۷مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS