د امارتي پوهنتونونو محصلانو د خدمتونو او همغږۍ او د دیني جامعاتو د فاضلانو امرینو لپاره د وړتیا لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۳:۱۴
Wssdtfghjooplmnbvv

 

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست له لوري په کابل پوهنتون کې پیل شو، چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ برخې په مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «انسان په خپل ژوند کې زیات مسؤلیتونه لري او پوښتنه ترې کېږي، موږ او تاسو ته د ټولنې مهم قشر (محصلان) را تر غاړه دي، باید د درسي روزنې ترڅنګ یې فکرې روزنې ته هم متوجه شو.»

نوموړي د ورکشاپ موخه د دې برخې د مسؤلینو د وړتیاوو لوړول او خپلو مسؤلیتونو ته لا زیات متوجه کول یاد کړل او ویې ویل چې د خپل اخلاقي مسؤلیت له مخې باید د حق دفاع او د باطل مخه ونیسو.

همدارنکه د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د ځوانانو د مسلکي زده کړو ترڅنګ، د هغوي په فکري روزنه هم ټینګار وکړ او د ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په دغه پنځه ورځو کې د استادانو لخوا وړاندې کېدونکو موضوعاتو سربېره د یو بل له وړتیاوو هم استفاده وکړي. 

همدا راز په یاد ورکشاپ کې له ویناوو وروسته د اسلامي نظام اهمیت او تقویه، د نیت او اخلاص او د ځوانانو د فکري او اخلاقي روزنې پر اړتیا هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

 نېټه: یکشنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د صفر المظفر ۳۰ مه 

۱۴۰۴ هـ.ش د سنلبې ۲ مه

۲۰۲۵ م د اګست ۲۴ مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS