کابل پوهنتون د ځمکې نړیواله ورځ ولمانځله
د اپریل ۲۲مه د ځمکې نړیواله ورځ یا World Earth Day په مناسبت په کابل پوهنتون کې لمانځنغونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
په پیل کې د کابل پوهنتون د محصلانو چارو معاون صلاح الدین ایوبي د ځمکې پر جوړښت خبرې وکړې، هغه وویل چې الله سبحانه وتعالی انسان په ځمکه کې خلیفه پیدا کړی او انسان مکلف دی چې ځمکه وساتي.
وروسته د کابل پوهنتون د څېړنو معاون داکتر حامد سالاري د افغانستان پر اقلیمي او جغرافیایي وضعیت خبرې وکړې او وویل چې سترو صنعتي هېوادونو نړیوال اقلیم ککړ کړی چې د دریمې نړۍ هېوادونه یې اغیزمن کړي او افغانستان هم د هغو په ډله کې دی. هغه زیاته کړه چې د سولري پمپونو له لارې د ابو ویستنې د افغانستان خوږو اوبو زیرمې کمې کړې دي او دغه راز باید د پلاستیکونو د زیات استعمال مخه ونیول شي.
