د لوړو زده کړو وزارت دولتي محصلانو چارو ریاست له لوري د امارتي تحصیلي بنسټونو کارمندانو لپاره د معلوماتي او مدیریتي سیسټم (HEMIS) په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ موخه، چې د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې جوړ شوی، د (HEMIS) سیسټم په وسیله د اسنادو طی مراحل کول او د فارغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کول دي.
د ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام حقوقي سلاکار او د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ عبدالله سیحان وویل چې د ټولنې چټک پرمختګ د چټکو سیسټمونو په وسیله کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د یوه هېواد پرمختګ د پرمختللو تحصیلي بنسټونو په پرمختګ کې ممکن دی.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي د یاد سیسټم پر ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغه سیسټم په عملي کولو سره د محصلینو د فراغت سندونو کې اسانتیا، روڼتیا او د وخت مدیریت رامنځ ته کېږي.
د یادونې وړ ده چې په دغه ورکشاپ کې د امارتي تحصیلي بنسټونو ۹۵ اداري کارکوونکو ګډون کړی، چې په څلورو کاري ورځو کې به په اړونده برخه کې روزنه ورکړل شي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۵هـ.ق، د ذوالقعدې ۲۴
۱۴۰۳هـ.ش، د جوزا ۱۳
۲۰۲۴م، د جون ۲
