د افغانستان ځانبسیاني زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا د وینا لنډیز 

naser_admin
اثنين, نوفمبر 25 2024 10:15 صباحا
Uuejdjnxkdk

 

• ډېر خوښ یم چې بیا په یوه داسې علمي چاپېریال کې سره راټول یو او د خپل هېواد مسایلو په اړه سره شریک فکر او غور کوو.

 

• منو د زراعت موضوع یوازې د یوه فصل، یا د غله‌جاتو او میوه‌جاتو موضوع نه ده، بلکې دا په خپل ذات کې له ډېرو سترو مسایلو جوړه موضوع ده. دې موضوع پورې د نړۍ ډېر قضایا تړلي دي او ټوله نړۍ په دې فکر کې ده چې څه ډول تعامل ورسره وشي.

 

• دغه کنفرانسونه په لومړي ځل په افغانستان کې دايرېږي او د هېواد او له هېواده بهر استادان موږ سره په داسې ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کوي. موږ کوښښ کوو چې له دغسې بحثونو څخه ښه نتایج لاس ته راوړو.

 

‌ دا ډول علمي څېړنیزو بحثونو ته دوام پکار دی چې د دغې مسایلو عمق ته ښه رسیده‌ګي وشي او څنګه چې لازمه ده د څېړنې شکلیات هغسې برابر او محتویات او مقاصد يې تر لاسه شي.

 

• نن سبا چې څوک په نړۍ نظامي، سیاسي او اقتصادي حاکمیت کوي، تاسې وګورئ هغوی به په څېړنه ډېر مصرف کوي او د څېړنې له امله یې په نړۍ سلطه ده.

 

• پرمختګونه، ابتکارات، مسایلو ته رسیده‌ګي، د قضایاو حل، د ستونزو تشخیص دا ټول ذکر شوي موارد څېړنو پوري تړاو لري، څومره چې موږ څېړنه کوو، هغومره به موږ ته د ستونزو دقيق معلومات کېږي او په دقيق او اسانه ډول به ستونزه حل کیږي.

 

• نن سبا نړۍ کې څېړنې ډېرې دقیقې دي او د درد پر ځای ګوته ږدي، موږ د همدې دقت په لټه د دغو کنفرانسونو تدوير کوو.

 

• د زراعت موضوع په مستقیم ډول د ډېرو سترو قضایاو سره تړلې ده. د اقلیم تغیر څخه نیولې، تر چاپېریال ساتنې، معادنو، تر وچکالۍ، د اوبو تر مدیریت، تر فقر، تر هجرتونو او تر کورني اقتصاد یې بنیاد رسیږي؛ نو ښه دا ده چې زراعت ته ډېره توجه وکړو او شته ستونزې د زراعت په مټ حل کړو.

 

• د ولایاتو له رئیسانو مو هيله ده چې د زرغون انقلاب په برخه کې د دوامدار کار تر څنګ سر ماتی فعاليت وکړي، نتيجه بې قربانۍ په لاس نه راځي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS