د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس پیل شو 

naser_admin
اثنين, نوفمبر 25 2024 10:36 صباحا
Ddfgffffybjkkllll

 

یاد کنفرانس په کندهار ولایت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ا.ا.ا مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د کندهار والي الحاج ملا محمد شیرین آخند، د لوړو زده کړو وزارت علمی معین دوکتور لطف الله خیرخواه د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د بېلابېلو پوهنتنونو استازو او استادانو او د کورنیو او بهرنیو متخصصینو په ګډون سره پیل شو.

 

د کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې د تېرو جګړو له امله د هېواد کرنیزه برخه هم زیانمنه شوې او موږ په دې هڅه کې یو چې د نورو برخو تر څنګ، د دې برخې ستونزو ته بنسټيزې حل لارې پیدا کړو او کرنیزه برخه په پښو یې ودروو. 

 

دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ژمنه وکړه چې په دې کنفرانس کې وړاندې کېدونکې مقالې او طرحې به د خپل وزارت اړوندو برخو کې عملي کوي او اعظمي ګټه به ترې اخلي. 

 

همدا راز د ا.ا.ا مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د هېواد په کرنه کې د عصري وسایلو او نویو میتودونو پر کارونې ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا ډول کنفرانسونه باید په هر ولایت او ولسوالیو کې جوړ شي. 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې کرنه یوازې په کرکیله پورې نه ده تړلې، بلکې د ژوند نور مهم اړخونه هم ور پورې تړلي دي، هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د ځانبسیاینې لپاره ډېر کار او ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

 

کنفرانس کې د کندهار والي الحاج ملا محمد شیرین آخند، د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزیز، د کندهار انسټو پوهنتون رئیس الحاج مولوي داود شاه آغا هاشمي، بهرنیو استادانو او نورو ویناوالو د هېواد کرنې سکټور پر پیاوړتیا خبرې وکړې. 

 

د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري په کندهار ولایت انسټو پوهنتون کې پیل شو، چې په دریو ورځو کې به د داخلي او بهرنیو استادانو له لوري شاوخوا ۸۵ څېړنیزې مقالې پکې وړاندې شي.

 

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادي الاول ۲۳ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د قوس ۵ مه

۲۰۲۴ م د نومبر ۲۵ مه

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS