د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت نوي طبي وسایل وسپارل شول
د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل چې خریداري شوي وو د ګټې اخیستنې په موخه یاد روغتون ته وسپارل شول.
په دې وسایلو کې د ولادي نسايي، ماشومانو، جراحي، داخله، سترګو، غوږ، پزي او نورو طبي برخو لپاره نوي وسایل شامل دي، چې د محصلینو عملي کارونو او ناروغانو درملنې په برخه کې به ترې کار واخیستل شي.
د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون مسؤلین وایي، چې په دې وسایلو سره به یې روغتون لا نور هم مجهز او ډېری ستونزې به یې ورسره حل شي.
د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته یاد وسایل په داسې حال کې سپارل کېږي، چې دغه روغتون په پلان کې لري، په نږدې وخت کې د یو باب درملتون، لابراتوار او او پي ډي څانګو لپاره نوي ځایونه فعال کړي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د شعبان المعظم ۲۰ مه
۱۴۰۳ هـ.ش د کب لومړۍ
۲۰۲۵ م د فبروري ۱۹ مه
