د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده ‌کړو له سرپرست وزیر سره وکتل 

naser_admin
اثنين, يونيو 30 2025 2:31 مساء
Srfghjknkoknbgg

 

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام کې د وروستیو پرمختګونو او بدلونونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته، په هېواد کې د علمي او تحصیلي برخې پرمختګ تر څنګ، د فوق لېسانس نوې برنامې رامنځ ته او د زېربنایي پروژو په برخه کې هم د پام وړ کارونه ترسره شوي دي.

 

محترم شيخ صاحب د دواړو هېوادونو تر منځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا او همکارۍ ټینګار وکړ.

 

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي داتو اعظم په خپلو خبرو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او بیارغونې، چې د جهاد په برکت خلکو تر لاسه کړې، هر کلی وکړ او د افغانستان او مالیزیا تر منځ یې د علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 

 نوموړي په افغانستان کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په شتون هم خوښي وښوده او ویې ویل چې ډېر ژر به د دغه هېواد یو پلاوی د دې پوهنتون د لیدنې لپاره افغانستان ته راشي.

 

وروسته دواړو خواوو د دوه‌ اړخیزو علمي اړیکو د څرنګوالي او هوکړه ‌لیکونو د لاسلیک په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل.

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده ‌کړو وزارت رهبري هر وخت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو علمي اړیکو د پراختیا په موخه لیدنې ترسره کوي، چې تر دې دمه یې مثبتې پایلې تر لاسه کړې دي.

 

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۷، محرم الحرام ۴مه

۱۴۰۴، د سرطان ۹مه

۲۰۲۵، د جون ۳۰مه

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS