استادانو ته د نړیوالو ژورنالونو پېژندنې او ترې ګټې اخیستنې په اړه انلاین ورکشاپ جوړ شو
دغه ورکشاپ ننګرهار پوهنتون کې د دې پوهنتون سربېره د هېواد د بېلابېلو امارتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سلګونه تنو استادانو ته په انلاین او حضوري ډول، د یاد پوهنتون وترنري علومو پوهنځي یو تن استاد لخوا وړاندې شو.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د نړیوالو علمي ژورنالونو د موندلو، اعتبار سنجولو، څېړنیزو مقالو د نشر اصولو او دغه راز د جعلي ژورنالونو د پېژندنې څرنګوالي په اړه مفصل علمي معلومات ورکړل شول او د عملي بېلګو او تجربو له لارې یاد موضوعات تشریح شول.
