د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د آلمان هيواد د پوتسدام پوهنتون مطالعاتي راپور واورید

Azizorayakhel.admin
خميس, يوليو 23 2020 5:05 صباحا
a

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د آلمان هيواد د پوتسدام پوهنتون مطالعاتي راپور چې د هيواد تحصيلي بنسټونو د اکاډمیک مدیریت په اړه تر سره شوی دی، واوریده.

یاده مطالعه د لوړو زده کړو وزارت د وړاندېز پر اساس د آلماني موسسې GIZ په همکارۍ د تحصيلي بنسټونو د اکاډميک مدیریت او رهبرۍ او همدا ډول د پیداګوژي او تدريسي موضوعاتو په برخه کې، د لوړو زده کړو وزارت د مختلفو ادارو له مسوولينو او د هيواد د پوهنتونو د رهبرۍ هئيت له لوري ترسره شوې ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې ددغه وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو رییسانو هم حضور درلود، د آلماني پوتسدام پوهنتون د استادانو د مطالعاتي راپور له اوریدلو څخه وروسته چې د ويډيويي کنفرانس له لارې وړاندې شو، د افغانستان د تحصيلي بنسټونو د اکاډميک مدیریت د تقویت او بهبود په لارو چارو کې ددغه پوهنتون له وړاندېزونو څخه د مننې تر څنګ خپل نظر هم د راپور له چمتو کوونکو سره شریک کړ.

هغه وویل چې د راپور چمتو کوونکو لخوا په وړاندې شویو وړاندېزونو چې په مدیریتي برخو کې د پوهنتونو د اکاډمیک مديريت او د چارو انسجام لپاره د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موخو په اساس چې د لوړو زده کړو وزارت له مختلفو ادارو څخه د یو همغږي واحد جوړولو، وروسته د ریاست په کچه د یو واحد جوړولو او په اوږد مهال کې د اکاډمي جوړولو ته شاملیږي په دغه برخه کې به په جدي توګه کار وکړي.

نوموړي همدارنګه د یاد شوي راپور له چمتو کوونکو څخه وغوښتل چي خپل ځانګړي وړاندېزونه دې د قناعت وړ دلايلو سره یو ځای له دوی سره شریک کړي تر څو د هغوی په رڼا کې لازم ګامونه پورته کړی شي.

پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت په تيره کې د هيواد د تحصيلي بنسټونو د علمي کادر غړو د مسلکي، مدیریتي او پیداګوژیکي وړتياوو لوړولو په موخه د استادانو د مسلکي پراختیا PDC مرکزونو په جوړولو سره ګامونه اوچت کړي دي چې باید په وزارت کې له مرکزي واحد سره د وخت په تیريدو نژدې اړیکه ولري او د اړوندو چارو د لا زیات انسجام سبب وګرځي.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د هغو کړنلارو د تطبیق په برخه کې چې د هیواد د تحصيلي بنسټونو د اکاډمیک مدیریت د اصلاح او تقویت په لارو چارو کې زیات تاثیر ولري، ددغه وزارت له چمتوالي څخه ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د ځانګړي او روښانه موډل په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنين رئیس پوهنيار بري مبارز په وینا، ټاکل شوې د لوړو زده کړو وړاندېزونه د موجودو شرايطو او امکاناتو په نظر کې نیولو سره له پوتسدام پوهنتون سره شریک شي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS