د قابليت د تثبيت د چوکاټ د سند د نهايي کولو په منظور د ارزونې غونډه

Akmal_admin
سبت, أكتوبر 17 2020 5:41 صباحا
MOHE

د افغانستان د قابلیتونو د سند د چوکاټ د تثبیت نهايي کولو په موخه، تیره ورځ د لوړو زده کړو د سرحد څخه د بیرون تحصیلي اسنادو د ارزونې او معادلت د رئیس او په افغانستان کې د یونسکو سازمان د پلاوي ترمنځ ناسته وشوه.

د لوړو زده کړو وزارت د سرحد څخه د بیروني اسنادو د ارزونې او معادلت رئيس پوهاند حاجي محمد نعیمي وویل: په دې ناسته کې د افغانستان د قابلیتونو د تثبیت د سندونو د چوکاټ پر نهايي کولو او د هغې د لومړۍ مسودې په چمتووالي او همدا راز د یونسکو سازمان په تخنیکي همکارۍ خبرې اترې وکړې.

پوهاند نعیمي د پوهې د تفکیک او اعتبار بښلو په خاطر د قابلیتونو د تثبیت چوکاټ برابرول اوپه ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د بازار د اړتیاوو پېژندنه، د یوبل سره د تحصیلي سویو وصلول او بالاخره پر پایله رامنځته شوې زده کړه یوه مبرمه اړتیا وبلله او څرګنده يې کړه: (( په دې برخه کې کاري کمیټې د څو ناستو په ترڅ کې د یاد سند د چوکاټ لومړنۍ مسوده د هند، پاکستان ، مالیزیا او اروپايي اتحاديې د هیوادونو د قابلیتونو د سند د چوکاټ له مطالعې وروسته د تحصیلي سندونو د سویو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره تدوین او برابره کړې ده.((

هغه وویل د دې سند د لا زیاتې بډاینې لپاره د لومړۍ مسودې یوه کاپي د متخصصینو د نظریاتو په خاطر د یونسکو دفتر ته وسپارل شوه.

په افغانستان کې د یونسکو استازو ښاغلي "جورډن نایدو" د لوړو زده کړو وزارت دا ګام وستایه او ژمنه يې وکړه چې د یاد سند له مطالعې وروسته به ډیر ژر په دې اړه د دوی نظريې له کومیټې سره شریکې کړي څو په دې برخه کې وروستي لازم کارونه وشي.

په دې ناسته کې د یونسکو د ښوونې او روزنې رئیس" انتوني تم " او د ښوونې او روزنې د برخې د همغږۍ مسئولې اغلې "هوهات" همداراز د ملي قابلیتونو د تثبیت د کومیټې غړي ډاکټر فرید احمد منیب او د تخنیکې کومیټې مسئول میرویس مدقق هم حضور درلود.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS