د لیسانس په کچه د بنګله دېش هېواد د بورسونو خبرتیا

Hamid_Obaidi

Due

-

Location بنګلادیش

د اسلامي همکاریو سازمان OIC د ۲۰۲۰ او -۲۰۲۱ تعلیمي کلونو لپاره د لیسانس لپاره په بېلابېلو برخو کې د نیمه شخصي  لګښت د بورسونو خبر ورکړی دی، چې یاد بورسونه په ازاده توګه پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي.

د بورسونو په اړه شرایط او اړین اسناد:

ـ  د غوښتونکو د دریو وروستیو کلو د ښوونځي نومرې باید لږ تر لږه ۷۰ سلنه وي.

  • په انګلیسي ژبه تسلط ولري.
  • برښنايي پاسپورت ولري.
  • د لومړي سمستر پیل د ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې پیشبینی شوی دی.
  • د کرونا ویروس د تداوم په صورت کې درسونه په آنلاین توګه له لیرې واټن څخه دوام مومي.
  •  نور معلومات د دې خبرتیا ضم په نورو پانو کې دي.

هغه غوښتونکي چې د پورته بورسونو  لپاره د نوم لیکنې لېوالتیا لري کولای شي د تعلیمي اسنادو شهادتنامې او تابعیت تذکرې سره یوځای د ۵/ ۱۰ /۱۳۹۹ نیټې څخه مخکې چې د ۲۰۲۰ لیږدیز کال د ډیسمبر له ۲۵ نیټې سره سمون خوري د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ لمبر غرفې ته د عمومي پذیرش په څانګه کې د اسنادو د تسلیمۍ لپاره مراجعه وکړي.

 1. د بنګلدېش بورسونو ملپاڼې 

 2. د بنګلدېش بورسونو ملپاڼې

3. د بنګلدېش بورسونو ملپاڼې

 4. د بنګلدېش بورسونو ملپاڼې