د قرار داد ورکونې د پریکړي خبرتیا

Akmal_admin
df

Publish Date

Closing Date

Location کندوز

د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږی چې د لوړوزده کړو وزارت په پام کې لري د MOHE/99/NCB/W-006/RBB)) داوطلبۍ شمیري لاندي د کندز پوهنتون د وړکټون د ترمیم او تجهیز پروژې تړون د امیری سړک جوړونې او ساختمانې شرکت سره چې د (D-473-11) جواز نمبر درلودونکی دی پته : د آزادی جاده دریم ناحیه کندز- افغانستان په (3,634,561,35) درې میلیونه او شپږ سوه څلور دیرش زره او پنځه سوه او یو شپیته اعشاریه پنځه دیرش افغانۍ مجموعې قیمت ورکړي.

 هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمی ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد کولو په مانا نه ده ، د پورتنۍ مودې تر بشپړیدو او د او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نشې.