د لوړو زده کړو علمي معين د کندهار پوهنتون له مسئولانو سره وکتل

baqir_admin
خميس, يناير 14 2021 7:29 صباحا
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي  کندهار ولایت ته د خپل سفر په بهیر  کې د دې ولایت له مسئولانو، د دولتي او خصوصي بنسټونو له استادانو سره د جلا جلا کتنو په ترڅ کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.

 په دې ناستو کې استادانو او مسئولانو  کندهار ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي د ورتګ په اړه د خوښۍ ښودلو په ترڅ کې خپلې ستونزې اوغوښتنې د دې وزارت له علمي معین  پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي سره شریکې کړې.

پوهنمل بالاکرزي د کندهار ولایت د خصوصي بنسټونو د مسئولانو سره په جلا جلا کتنو کې د تقنیني سندونو د تطبیق او په خصوصي بنسټونو کې د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

هغه همدارازد کندهار پوهنتون په علمي شورا کې د ګډون پر مهال د لوړو زده کړو وزارت نظریات، ستونزې او د رهبرۍ او علمي کادر د غړو طرحې، د محصل او استاد او همداراز د ملکي خدمتونو د اداري کارمندانو ترمنځ د معقول نسبت او تناسب او د محصل د جذب د ظرفیت، تحصیلي بورسونو، په عینو مېنه کې د پوهنتون زمکې د غصب او د احاطې د ېوال ستونزې،د یو باب مسجد جوړول او د یو شمېر نورو زیر بنايي پروژو، د پوهنتون د چاپېریال د زرغونتیا په پار د اوبو د کمښت ستونزه، د هغو پروژو حل چې کلونه پخوا پيل شوي دي او تر اوسه ندي بشپړې شوي، د مرکزي اداراتو او پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتیدا ټینګار، په مرکز کې د ولایتي بنسټونو د اسنادو پر وخت طی مراحل کولو،په مرکز کې د استادانو د اوسیدو ستونزې، د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړولو، د انکشافي بودجې زیاتوالي او  ورته نورو موضوعاتو په اړه د هغوی غوښتنې او نظریات واوریدل او په دې اړه يې ځوابونه ورکړل.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS