د فراه لوړو زده کړو موسسې د خونو له وایرلس سره د تړلو شبکې جوړول
Publish Date
Closing Date
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/GOVD-ON/1400/NCB/G-030
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د فراه لوړو زده کړو موسسې له وایرلس سره د خونو تړلو په پروژه کې ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړانډې کړي.
شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ: www.npa.gov.afwww.ageops.net انټرنټي پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست. د افرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۶/۱/۱۴۰۰ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د افر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۶مه، د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په ۲ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري، تر سره کېږي.
د آفر د ضمانت بیه (۵۰،۰۰۰) پنځوس زره افغانۍ ده چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې ورکړل شي.
د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.
د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.
یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۷مه، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸
