د هلمند لوړو زده کړو موسسې د تضمین کیفیت اړتیا وړ وسایلو د تدارک پروژه

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره:  MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-004

د لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د هلمند لوړو زده کړو موسسې د تضمین کیفیت اړتیا وړ وسایلو د تدارک په پروژه کې ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړاندې کړي.

شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ:

www.npa.gov.af, www.ageops.net  انټرنټي پاڼه او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست. د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۵مه د سهار تر ۱۰ بجو ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۵مه، د یکشنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې تر سره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.

د آفر ضمانت:

د آفر د ضمانت بیه (۷۰) زره افغانۍ ده چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې ورکړل شي.

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جوازپاڼه کې یې یادونه شوې وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۵مه د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې ترسره کېږي.

د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸