د غزني پوهنتون د اړتیا وړ د معلوماتي ټکنالوژۍ او الکترونیکي تجهیزاتو ترتیب او تدارک پروژه

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره:  MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-014/Re-Bid

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د غزني پوهنتون د اړتیا وړ د معلوماتي ټکنالوژۍ او الکترونیکي تجهیزاتو ترتیب او تدارک په پروژه کې چې د داوطلبۍ شمېره یې  MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-014/Re-Bid ده، ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه، د شرطپاڼې له شرایطو او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم وړاندې کړي.

شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ:

  www.ageops.net، www.npa.gov.afانټرنټي پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست او دآفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰/۲/۱۸ د سهار تر ۱۰ بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۱۸مه، د شنبې په ورځ د ماسپښین په ۲ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې تر سره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.

د آفر د ضمانت بیه (۱۲۰،۰۰۰) یو سل او شل زره افغانۍ ده چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې ورکړل شي.

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوند پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ ده او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۹مه، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي.

د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸