د شېخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ادبي څپ غونډه جوړه شوه

baqir_admin
اثنين, يونيو 07 2021 9:03 صباحا
g

د ادبي څپ کالنۍ غونډه چې مشر مېلمه یې د سیمې په کچه وتلی او منلی شاعر پیر محمد کاروان و، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ظاهر شاه زهیر په پرانېستې وینا پیل شوه.

یاده ادبي غونډه په دوو برخو وېشل شوې وه، لومړۍ برخه یې د پښتو څانګې څلورم ټولګي محصل انارګل فرهادي پر شعري ټولګه (چې درنه تاو کړمه دا غبرګ لاسونه) مخکتنه وشوه، په لومړي سر کې شاعر پیر محمد کاروان د کتاب پر منځپانګې، ادبي او هنري برخو هر اړخیزې ویناوې وکړې.

ورپسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او محصلانو پر یادې شعري ټولګې خپل نظرونه ورکړل، د کتاب مثبتې او منفي خواوې یې ګډونوالو ته په ګوته کړې.

د ادبي څپ غونډې دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې د مېلمنو شاعرانو ترڅنګ د شېخ زاید پوهنتون او په ځانګړې توګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي شاعرو محصلانو خپل شعرونه واورول.

د یادونې وړ ده چې د شېخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادان او محصلان هر کال د پوهنتون ادبي څپ کالنۍ غونډه رابولي چې د سیمي په کچه لیکوالان او شاعران پکې ګډون کوي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS