د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي سینا" تدارکاتي خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د کابل طبی علومو پوهنتون "ابو علي سینا"  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د کابل طبی علومو پوهنتون "ابو علي سینا" ریاست د ډیپارټمنټونو او د تدریسي روغتون د اړتیا وړ د لومړی لاټ (ریجنت) او دویم لاټ (ښوونیز لابراتوار توکو) د تهیې او تدارک پرانیستې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړوندې شرطپاڼې نقل د خبرتیا له خپرېدو څخه تر۲۱ ورځو پورې د کابل طبي علومو پوهنتون  "ابو علي سینا" د تړونونو له مدیریت څخه په رسمي وخت کې ترلاسه کړي. یاده شرطپاڼه ولولي او خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو قانون او چلنلارې (طرزالعمل) سره سم په تړلې بڼه وړاندي کړې. ناوخته رارسېدلي او انټرنټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین په بانکې بڼه دی او آفر پرانیستنې غونډه په شرطپاڼه کې د ټاکل شوې ورځې سره سم د سهار لس بجې (۱۰:۰۰) د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي سینا" مالي او اداري معاونیت شعبه کې جوړېږي.