داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د پروژې سرلیک: د لوړو زده کړو وزارت منښت سالون د پراختیا طرحه

د داوطلبۍ د بلنپاڼې شمېره MOHE /1400/ /W-2832 :

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده کړو وزارت منښت سالون د پراختیا طرحې په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې (www.npa.gov.af) او یا د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه کړي. خپل آفرونه په شرطپاڼه کې له ذکر شویو شرایطو او تدارکاتو چلنلارې سره سم په سرتړلې توګه د ۱۴۰۰/۵/۹، د شنبې په ورځ د ماسپښین په ۲بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د کابل درېيمې ناحیې کارته چهار سیمه کې موقعیت لري. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر ضمانت د بانکي ضمانت په بڼه (۵۰۰،۰۰۰) پنځه سوه زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو ناسته د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو په تالار کې تر سره کېږي.