د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله

Akmal_admin
خميس, نوفمبر 25 2021 1:39 مساء
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله. 
د افغانستان لپاره د سره صلیب د کمېټې رییس یل‌یوفیلین د دغې نړیوالې کمېټې د مرستو موخه تشریح کړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د امکاناتو کمښت ته په کتو، دغه کمېته تیاره ده چې د افغانستان د خلکو روغتیا ساتنې او پرمختګ لپاره کار وکړي. 
د افغانستان لپاره د سره صلیب د کمېټې رییس ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ، په کادري روغتونونو کې د صحي خدمتونو د ښه والي په موخه تیار دي، چې د بشرپالنې مرستې راجلب کړي. 
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د افغانستان لپاره د سره صلیب کمېټې له رییس او پلاوي څخه مننه وکړه او د افغانستان خلکو او تدریسي روغتونونو څخه د هغوی ملاتړ یې د قدر وړ وباله.  
نوموړي وویل، چې تدریسي روغتونونه هم تدریسي او هم کادري دي او تر څنګ یې مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کوي. 
په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې یو ټیم د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو او یو هم د سره صلیب له کمېټې څخه وټاکل شي او په یادو روغتونونو کې د درملو او درملنې په برخو کې اړتیاوې په کوته کړي، تر څو مرستو ته لاره هواره شي.  
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د تدریسي روغتونونو رییسانو هم حضور درلود.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS