د سمنګان لوړو زده کړو موسسې د علمي څېړنو د امریت او استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په همغږۍ د کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو علمي ـ څېړنیز کنفرانس تر سره شو.

Akmal_admin
سبت, ديسمبر 25 2021 6:51 صباحا
علمی و مرکزانکشاف مسلکی استادان نهاد تحصیلی متذکره دایر شد.

د سمنګان لوړو زده کړو موسسې د علمي څېړنو د امریت او استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په همغږۍ د کرنې، ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو علمي ـ څېړنیز کنفرانس تر سره شو.

په دغه کنفرانس کې د سمنګان لوړو زده کړو موسسې مشرتابه پلاوی او د بلخ پوهنتون یو شمېر استادانو هم ګډون کړی و.

په یاد کنفرانس کې استادانو خپلې څېړنې په لاندې عنوانونو کې ګډونوالو ته وړاندې کړې:

۱ـ د اسلامي علومو او کلتور د ډيپارټمنټ علمي کادر پوهنیار عبدالسبحان صدیقي د (کیفر توهین و دشنام اشخاص از دیدگاه فقه اسلامی و قانون) په عنوان.

۲ـ د اسلامي علومو او کلتور د ډیپارټمنټ علمي کادر پوهنیار فضل الرحمن فایز د (نقش و جایگاه صلح در اسلام با تکیه بر آیات و روایات) په عنوان.

۳ـ د ریاضي ډيپارټمنټ علمي کادر پوهنمل عنایت الله عنایت د (مقایسه روش های انترپولشن لاگرانژ و نیوتن) په عنوان.

۴ـ د اګرانومي ډيپارټمنټ علمي کادر پوهنار احمد جاوید احمدي د (تولید مارکرهای جدید SSR در توالی‌های DNA مصور و بررسی عمل کرد پروتین های آنها) په عنوان.

۵ـ د ریاضي ډيپارټمنټ علمي کادر پوهنمل عبدالبصیر دلجوی د (روش استفاده از ضریب های نامعین در مسایل الجبری و هندسی) په عنوان.

۶ـ د کیمیا ډیپارټمنټ علمي کادر پوهنیار روح الله حنیف د (بررسی کلی سم زدایی) په عنوان.

۷ـ د اسلامي علومو او کلتور ډیپارټمنټ علمي کادر پوهنیار عبدلنصیر منصور د (حکم امامة المرئة فی‌الصلاة) په عنوان.

۸ـ د اسلامي علومو او کلتور ډیپارټمنټ علمي کادر پوهنمل صدیق الله کریمي د (نگاهی بر مالیت اعضای انسان در فقه اسلامی) په عنوان.

ورورسته د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنوال محمد یاسین فلاح په کنفرانس کې د وړاندې شویو موضوعاتو نچوړ او لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

د کنفرانس په پای کې د سمنګان لوړو زده کړو موسسې رییس محترم حبیب الله احمدي استادان د دا ډول پروګرامونو او کنفرانسونو د جوړولو له امله تشویق او وستایل او د سمنګان لوړو زده کړو موسسې سره یې د بلخ پوهنتون د استادانو همکاري وغوښته.

کنفرانس د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استاد پوهندوی شیر محمد نبیل په دعا سره پای ته ورسېد.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS