د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني خبري کنفرانس مهم ټکي

Akmal_admin
ثلاثاء, ديسمبر 28 2021 4:22 صباحا
نکات عمده صحبت های مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی در کنفرانس خبری

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني خبري کنفرانس مهم ټکي:

۱-افغانستان یو اسلامي هېواد دی، څنګه چې په یوه اسلامي هېواد کې دیني مدارسو او مساجدو ته د مسلمانانواړتیا او ضرورت وي، ترڅو داسې کسان وروزي چې دا ضرورتونه پوره کړي،

همدا رنګه د افغانستان په شان یوه مسلمان هېواد کې د ښوونځيو او پوهنتونونو شتون هم اړین دی، ځکه مسلمانان دیني او دنیاوي زده کړو ته یو شان اړتیا لري.

۲-د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونو پر معیاري کولو او د پرمختګ لپاره یې د وسایلو پر برابرولو کار کوي.

۳-مونږ هڅه کوو چې په نورو هېوادونو کې افغان زده کړیالانو ته د تعلیم زمینه برابره کړو او د پرمختللو هېوادونو له مثبتو تجربو ګټه پورته کړو.

۴-هغه افغان زده کړیالان چې په نورو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي، مونږ په دې هڅه کې یوو چې هغوی ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې او ستونزې یې حل کړو.

۵-د افغان ښوونکو او زده کړیالانو لپاره مونږ پر دې هم کار کوو چې دوی د نړۍ نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي او د هغوی له مثبتو کړنو او تجربو بیا په هېواد کې ګټه واخلي او همدا شان د نورو هېوادونو ښوونکي او زده کړیالان دلته راشي او خپلې تجربې شریکې کړي.

۶- د تدریسي روغتونونو لپاره د وسایلوکمی دی، مونږ هڅه کوو چې د دغو روغتونونو معیار لوړ کړو او د عملي زده کړو لپاره یې عصري وسایل برابر کړو.

۷-پاکستان ته زمونږ د رسمي سفر یوه موخه همدا وه چې د ټولو افغان زده کړیالانو له ستونزو ځان خبر او د حل کوشش یې وکړو، چې تر ډېره دا سفر ګټور تمام شو، لکه د دوی د وېزو ستونزه، سرحدي کې مسایل ، مالي مسایل او د دوی قرنطین کېدل.

۸-پخوا به سکالرشیپونه خرڅېدل چې خلک به نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره تلل چې بیا یې ښه پایله هم نلرله او کله به داسې هم کېدل چې یو کس به زده کړې نېمه کې پرېښودلې چې سکالرشیپ به هم ختم شو او د افغانستان نوم به یې هم بد کړ.

خو له دې وروسته به مونږ دې برخې ته پوره توجو کوو او هڅه کوو چې مستحق خلک له دې برخې مستفید شي او دا کار به فقط د لوړو زده کړو وزارت ترسره کوي او بل هېواد یا څوک د مداخلې حق نلري د برخو او پوهنتونو ټاکنه به هم د لوړو زده کړو وزارت کوي، ځکه د افغانستان لومړیتونه تر نورو هېوادونو مونږ ته ښه معلوم دي.

۹ -پخوا به پاکستان – افغانستان ته هر کال ۱۰۰۰ سکالرشیپونه ورکول، خو اوس به هر کال ۱۵۰۰ سکالر شیپونه ورکول کېږي.

۱۰-هغه افغانان چې په پاکستان کې میشت دي، دوی ته د افغانستان داخل کې د پوهنتونو دروازې خلاصې دي او هم هڅه کوو چې په پاکستان کې دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړو.

۱۱-د پاکستان هېواد ته تر تګ وړاندې یوه تفاهم نامه جوړه شوې وه، چې بیا پاکستان د سفر بلنه راکړې وه، په دغه تفاهنامه کې د لوړو زده کړو اړوند د استادانو، زده کړیالانو او ورته نورو مسایلو ذکر شوی و، چې ځیني ستونزې به يې حل شي.

۱۲-د کرزي په وخت کې او بیا د کرونا راتګ پرمهال هم پوهنتونه تړل شوي وه، خو داځل د اقتصادي ستونزو له وجې دولتي پوهنتونونه بند دي او بله دا چې د مخلوط (ګډ) تعلیم د له منځه وړلو په چاره هم کار روان دی.

مونږ به داسې لاره ټاکو چې هم اسلامي وي او هم د افغانانو فرهنګ سره برابره وي.

۱۳-له ازبکستان او پاکستان وروسته به مونږ نورو هېوادونو ته هم دا ډول سفرونه وکړو.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS