د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ د ښې همغږۍ په پار، په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا له مسوولانو سره ناسته وشوه

Akmal_admin
خميس, يناير 20 2022 11:46 صباحا
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ د ښې همغږۍ په پار، په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا له مسوولانو سره ناسته وشوه

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۳۰مه
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د استادانو تر منځ د ښې همغږۍ په پار، په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا له مسوولانو سره ناسته وشوه. 
په دغه ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون کړی و. 
 د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي په اسلام کې د استادانو د مقام، له اسلامي ارزښتونو سره سم د ځوانانو روزنه او د ټولنې په پرمختګ کې د استادانو د رول په اړه خبرې وکړې. 
شیخ محمد خالد حنفي وویل، چې ځوانان باید د اختصاصي علومو تر څنګ، له فکري پلوه هم په داسې ډول وروزل شي، چې په خپل شخصي او ټولنیز ژوند کې اسلامي او ملي ازرښتونه مراعات کړي. 
ښاغلي حنفي د ښځینه قشر زده کړو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې ښځې هم د یني او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د زده کړو او خدمت کولو حق لري. 
د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز د ځوان  نسل د روزنې په برخه کې د دغه پوهنتون د رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د کابل پوهنتون مسوولان هڅه کوي، تر څو ټولنې ته په ملي او دیني ارزښتونو سمبال ځوانان وړاندې کړي. همدارنګه د یاد پوهنتون مسوولانو وویل، چې د دغه پوهنتون محصیلنو به د خپلې تحصیلي دورې په جریان کې، د اسلامي علومو ۸ اختصاصي کورسونه لوستل، چې په راتلونکي کې به دغې برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS