د هلمند ولایت د لوړو زده کړو دولتي موسسې کې درې پراختیایي پروژې پرانسیتل شوې

مجهول (لم يتم التحقق)
سبت, ديسمبر 07 2019 5:49 صباحا
افتتاح پروژه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په ترڅ کې دا ځل هلمند ولایت ته ولاړ او د هغه ولایت د لوړو زده کړو دولتي موسسې درې انکشافي پروژې يې افتتاح او د پنځو نورو د بنسټ ډبرې يې کېښودې.

افتتاح پروژه

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په داسې حال کې چې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، د هلمند لوړو زده کړو موسسې رئيس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن او د همدې موسسې رهبري پلاوي ورسره ملتیا کوله درې انکشافي پروژې لکه: د انجونو ليلیه، د کیمیا، فزیک او بیالوژي څانګې لابراتوارونه او د ډوډۍ خوړلو او پخلنځي ودانۍ افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو پروژو د افتتاح ترڅنګ د اقتصاد پوهنځي ودانۍ، د هلکانو شپږ پوړيزه ودانۍ، نوري فایبر او د پوهنتون د احاطې دېوال بنسټ ډبرې هم کېښودې.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د هلمند لوړو زده کړو موسسې څخه د لیدنې پرمهال د یادې موسسې د انجنیري پوهنځي تدریسي ودانۍ او ادیتوریم د کار له پرمختګ او کیفیت څخه هم لیدنه وکړه. د یادو دوه پروژو کارونه ۹۵ سلنه بشپړ شوي او ډير ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په هغې غونډه کې چې د پروژ د افتتاح په مناسبت د هلمند لوړو زده کړو موسسې په تالار کې جوړه شوې وه، ښاغلي بالاکرزي داسې وویل: «موږ د هلمند لوړو زده کړو موسسې لپاره د اقتصاد او شرعیاتو دوه نوي پوهنځي منظور کړي، چې په دې سره به د هلمند تحصيلي موسسې د ټولو پوهنځیو شمېر شپږو ته ورسيږي او د یادو دوه پوهنځیو د تدریس چارې به ډېر ژر پیل شي».

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل، چې د هلکانو لیليې شپږ پوړيزې ودانۍ د جوړیدو چارې د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنې پيل شوي، چې تر جوړیدو وروسته به د هلمند لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د اوسیدو ستونزې ته د پای ټکی کيږدي.

نوموړي له جلالتمآب ولسمشر څخه د هغه د ځانګړې توجه له امله مننه وکړه.

افتتاح

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې د ټولنې ثبات او پرمختګ د پوهې او لوړو زده کړو له ودې او پرمختګ سره تړلي وبلل او زیاته يې کړه: «موږ او تاسې ته پکار ده چې د انجونو او خویندو تعلیم او تحصیل ته ځانګړې توجه وکړو، زموږ ټولنه ښځينه ډاکټرانو او معلمانو ته زیاته اړتيا لري».

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان هم د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه. نوموړي هلمند ولایت ته د لوړو زده کړو وزیر د راتګ په هکله داسې وویل: «په تېرو یوولسو کلونو کې د لوړو زده کړو هیڅ یو وزیر دې ولایت ته سفر نه و کړی، دا چې ښاغلي بالاکرزی هلمند ولایت ته راغی او دلته يې مهمې پروژې پرانستلې ډير د خوشالۍ ځای دی. زه ترینه د زړه له تله مننه کوم».

د هلمند لوړو زده کړو موسسې رئیس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن د یادو پروژو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د هلمند تحصيلي موسسې د ارتقا او پرمختګ په اړه هم خبرې وکړې.

افتتاح پروژه

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د هلمند له خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو (بُست، وادي هلمند او اراکوزیا) څخه هم لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر له محصلینو سره هم ولیدل او هغوی ته يې په خپلو خبرو کې داسې وویل: «تاسې ټول زموږ اولادونه او د دې هېواد راتلونکی یاست، موږ ته د خصوصي او دولتي پوهنتونو محصلین یو شان دي، یواځينۍ شی چې ستاسې ترمنځ توپير راولاړوي هغه ستاسې استعداد او کوښښونه دي».

سنک تهداب

باید وویل شي، چې د هلمند لوړو زده کړو دولتي موسسې اته بېلابېلې پروژې چې مخکې ورڅخه یادونه وشوه یوه برخه يې د لوړو زده کړو پراختيايي پروګرام (HEDP) او هندوستان هېواد په مالي مرسته او پاتې نورې يې د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بودیجې څخه تمویليږي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS