لوړو زده کړو وزارت یوه پلاوي د کابل ښوونې او روزنې او ننګرهار پوهنتونونو د ماسټري پروګرامونو د ازموینو په پرانیسته کې ګډون وکړ.

Akmal_admin
أحد, مارس 13 2022 5:13 صباحا
امتحان کانکور برنامه های ماستری پوهنتون های تعلیم و تربیه کابل و ننگرهار با حضورداشت هیئتی از وزارت تحصیلات عالی امروز افتتاح شد.

۱۴۰۰کال، د کب ۲۰مه
د لوړو زده کړو وزارت یوه پلاوي د کابل ښوونې او روزنې او ننګرهار پوهنتونونو د ماسټري پروګرامونو د ازموینو په پرانیسته کې ګډون وکړ.
د دغې ازموینې ګډونوالو ته، چې د ازموینو ملي ادارې له لوري اخیستل کېده، د لوړو زده کړو وزارت  د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني وویل، چې لوړو زده کړو وزارت فوق لېسانس پروګرامونو ته لومړیتوب  ورکوي، چې د پخوا په پرتله یې د جذب ظرفیت دوه چنده کړی او د فوق لېسانس پروګرامونو په برخه کې یې د افغان نړیوال پوهنتون په نامه په یوه ځانګړي پوهنتون کار روان کړی دی.  
ښاغلي روحاني زیاته کړه چې خصوصي پوهنتونونه هم د ظرفیت او معیارونو په برابرولو سره کولی شي، چې فوق لېسانس پروګرامونه پیل کړي، خو په جدي ډول به د کیفیت څارنه او د جعل مخنیوی کېږي.
د یادولو وړ ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې ټول ۶ د ماسټري پروګرامونه دي، چې د اسلامي تعلیماتو برخه یې نوې ده. دغه راز په ننګرهار پوهنتون کې هم  ۶ د ماسټري پروګرامونه دي، چې د عربي ژبې او ادبیاتو برخه یې نوې ده.
هېره دې نه وي، چې د ننګرهار پوهنتون د یادو ماسټري پروګرامونو لپاره شاوخوا (۱۵۰۰) داوطلبانو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لپاره شاوخوا (۲۱۰۰) کسانو نوملیکنه کړې وه.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS