د وزارت مرکزي څانګو یو ډول مایع ګاز د تهیې او تدارک پروژه

مجهول (لم يتم التحقق)

Publish Date

Closing Date

داوطلبې ته د بلنې شمیره:  (MOHE/ 99  /NCB/G-003)

لوړو زده کړو وزارت ټولو شرایطو بشپړونکو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه توګه سره  د وزارت مرکزي څانګو یو ډول مایع ګاز د تهیې او تدارک پروژه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې نقل دې په وړیا ډول په فلش یا ډیسک کې د لوړو زده کړو وزارت، تهیه او تدارکاتو ریاست څخه وړیا تر لاسه کړي. خپل افرونه دې د شرطپاڼې او د قانون او تدارکاتو طرزالعمل سره سم په تړلې بڼه د اعلان خپرېدو نيټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د لوړو زده وزارت، تهیه او تدرکاتو ریاست، څلورمه کارته- درېیمه ناحیه- کابل افغانستان ته وسپاري. وروستي رسیدلي افرونه او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي. د افر تضمین د بانکي تضمین په بڼه)۵۰۰۰۰) پنځوس زره افغانۍ دي. د افر پرانیست غونډه د لوړو زده کړو وزارت تهیه او تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې جوړېږي.