د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ او تضمین کیفیت ریاستونو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ او تضمین کیفیت ریاستونو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ رئیس احمد ضیاء جبارخېل ، د تضمین کیفیت رئیس شاکر وحیدي او د یادو ریاستونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د بحثونو او نظرونو له تبادلې وروسته، د تضمین کیفیت ریاست لپاره د یوه ډېټابیس پر جوړېدو هوکړه وشوه، چې ورسره به د یاد ریاست د اسنادو او معلوماتو د خوندي کېدو په برخه کې خورا ګټور تمام شي.
