داوطلبۍ ته د بلنې اعلان !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي دفترونو اساسي ترمیمول.
داوطلبۍ د بلنلیک شمېره: MOHE/1401/ W-006
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو هغو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي دفترونو د بسنټېز ترمیم په پروسه کې يې ګډون کړی وو او د پروژې شرطنامه يې د لوړو زده کو وزارت د تدارکات ریاست څخه ترلاسه کړي اوسي.
یاد افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه تر ۲۱ وروستیو ورځو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ.
ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین او یا په نقدي ډول د ۱۵۰۰۰۰ (یو سل او پنځوس زره) افغانیو په ارزښت دی.
د داوطلبۍ غونډه به د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د داوطلبۍ په تالار کې دايرېږي.
