د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لغمان پوهنتون استادانو سره ناسته وکړه او په تدریسي چارو کې يې مخلصانه خدمت ته راوبلل.

eshaq_admin
اثنين, أكتوبر 17 2022 4:39 صباحا
gdg

یاده ناسته، چې لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې ترتیب شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د دې وزارت د دعوت او ارشاد ريس شیخ شاکرالله وحدت او د لغمان پوهنتون استادانو پکې ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده ناسته کې د هېواد په پرمختګ کې د استادانو په رول خبرې وکړې او همداراز یې وویل:(( په اسلامي هېوادونو کې دوه ډوله د زده کړو مرکزونه شتون لري یو ډول د مسلمانانو دیني ضرورتونه پوره کوي او بل ډول یې دنیاوي، په افغانستان کې د دې دواړو زده کړیزو مراکزو ترمنځ فاصله پیدا شوې وه، مونږ له اول نه په دې فکر کې وو، چې ترمنځ یې فاصلې ختمې کړو او د لوړو زده کړو په چوکاټ کې د عصري علوم ترڅنګ په دیني زده کړو سمبال کادرونه و روزو، په دې برخه کې مو کوټلي ګامونه اخیستي، په پوهنتونونو کې مو د اسلامي ثقافت مضمون پوهنتون شموله کړ او په کریډیټونونو کې مو زیاتوالی راوست)).
د ناستې په اوږدو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له هغه استادانو مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې د خپلو هېواد والو ترڅنګ پاتې دي او د ځوانانو سالمه روزنه کوي.
په یاده ناسته کې د لغمان پوهنتون د استادانو په نماینده ګۍ استاد عمران الله خنجر له سرپرست وزیر سره خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې سرپرست وزیر یې د پوره کېدو ډاډ ورکړ.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS