د نصاب د تدوين او د پوهنتونو د مسلکي پراختیا د مرکزونو د فعالیتونو ورکشاپ جوړ شو

مجهول (لم يتم التحقق)
أربعاء, يناير 08 2020 5:16 صباحا
ورکشاپ

په پوهنتونو کې د مسلکي پراختیا مرکزونو جوړول د استادانو د مهارتونو او وړتیاوو د لوړوالي او د هغوی د ترغیب لپاره یوه مهمه اړتیا ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي دغه مطلب د یو پرزینټیشن په ترڅ کې د نصاب د تدوین او د پوهنتونو د مسلکي پراختیا مرکزونو (PDC) د فعالیتونو د تعینولو په دویمه ورځ څرګند کړ.

یاد ورکشاپ د زده کړه ییز نصاب د چمتو کولو او د (PDC) د فعالیتونو د طرزالعمل په موخه د علمي مرستیالانو او د یو شمیر پوهنتونو د (PDC) مرکزونو د آمرینو په ګډون د لوړو زده کړو پراختیایې برنامې(HEDP ) په مرسته تر سره شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال وویل چې په اکاډیمیک چاپیریال کې له رهبریت څخه موخه د پوهنتونو له موخو سره د کاري ټیمونو د انرژۍ نښلول دي چې د اثر اچولو، تشویقولو او د مالکیت د حس په درلودلو سره د اړوندو منسوبینو په مینځ کې را ټوکیږي.

پوهنمل عبد التواب بالاکرزي په اکاډیمیک چاپیریال کې د مدیریت او رهبریت په څرنګوالي او د سرچینو څخه د مؤثرې ګټې پورته کولو، د ټیکنالوژۍ پرمختګ ته د توجه کولو په اړه خبرې وکړې او په اکاډیمیک ډګر کې د خپلو کاري وظیفو په مختلفو مرحلو کې یې خپلې یو لړ تجربې له ګډون والو سره شریکې کړې.
نوموړي مسلک ته ژمنتیا، له موخې او دخدمت په انګیزې سره د وظایفو سرته رسول د پوهنتونو موخو ته د رسیدو له عمده شرایطو څخه وبلل او ویې ویل چې د (PDC) له جوړولو څخه متوقعه پایلې، دهیواد په تحصیلي بنسټونو کې د تدریس د کیفیت ښه والي، د څیړڼو د فعالیتونو، تألیف او ژباړې او د مدیریتي او رهبري مهارتونو پیاوړي کول دي.

ورکشاپ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ګډون والو څخه وغوښتل چې د کاري طرزالعمل او زده کړه ییز نصاب په جوړولو سره ددې مرکزونو لپاره په پوهنتونو کې د لوړ ظرفیت، د پیاوړي ارادې لرونکو ټیمونو د جوړولو زمینه برابره کړي.

د (PDC) د مسلکي پراختیایې مرکزونو جوړول د یو لړ موخو لکه په دولتي پوهنتونو کې د تحصیلي نصاب د پراختیا او ښه والي، پر پایلو ولاړ او د شاګرد محوري زده کړه ییز تدریس لارو په بنسټیز کولو، الیکټرونیکو زده کړو پیاوړي کولو، څیړنو، رهبرۍ، د کتابتون مدیریت، استادانو، رئیس او مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د ډیپارټمنټونو آمرینو او د پوهنتون اداري او تخنیکي کارمندانو ته د ور زده کړې له لارې له ارتباطي او معلوماتي ټیکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې،لپاره دي. چې تر اوسه پورې په مختلفو پوهنتونو کې ۱۲ مرکزونه جوړ شوي او ټاکل شوې چې ۲۰ نور مرکزونه په نژدې راتلونکي کې په یو شمیر نورو پوهنتونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادولو وړ دی چې د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو وزارت د اکاډیمیکو چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر او یو شمیر استادانو خپل پریزینټیشنونه په دې زمینه کې وړاندې کړل او بحث یې ورباندې وکړ.
د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس پوهندوي فیصل امین په وینا ددې برنامې شامل پوهنتونونه د ځانګړو تفاهمنامو په امضاء کولو سره مسؤولیت لري چې ددې مراکزو د ساتنې او مراقبت په څنګ کې د هغوی د دوام لپاره علمي فعالیتونه هم ولري او دغه مراکز یواځې د هغو موخو لپاره چې په تفاهمنامه کې یاد شوې دې د ګټې وړ وګرځوي.

ورکشاپ

همدا رنګه د لوړو زده کړو پراختیایې برنامې ( HEDP) رئیس ددې دفتر د رول په اړه په پوهنتونو کې د (PDC) د۱۲ مرکزونو د جوړولو خبرې وکړې او ویې ویل چې موجوده ورکشاپ ددې مرکزونو د فعالیتونو حقوقي چوکاټ یې تر بحث لاندې نیولی دی او د هغه په اساس به دا مراکز پیل شي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS