داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

eshaq_admin
ergtrdrtr

Publish Date

Closing Date

عنوان: د ديني جامعاتو او تخصاتو او د څارنې او ارزونې ریاستونو د امنيتي کيمرو انسټالولو او لګولو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/G-007
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ديني جامعاتو او تخصاتو او د څارنې او ارزونې ریاستونو د امنيتي کيمرو انسټالولو او لګولو پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې. خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د ثور مياشتې ۲مې نېټې، د شنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (20,000 ) شل زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې د افر د باور له نېټې څخه زيات وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د ثور ۲مه نېټه د شنبې په ورځ سهار په يولسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: sardaraghasamadi76@gmail.com  
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ کال د حمل میاشتي په ۲۳مه نېټه چهارشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو او غیر مشورتي خدمتونو په امريت کې دايرېږي.