د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ارزوونکي پلاوي ننګرهار پوهنتون ته سفر وکړ.

ameen_admin
أربعاء, يوليو 19 2023 7:03 صباحا
hfjkdshfkjsdkjdskj

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمدضیاء جبارخېل په مشرۍ پنځه کسیز فني او مسلکي پلاوي د ختیځ د دولتي پوهنتونونو د معلوماتي ټکنالوژۍ وضعیت ارزولو او څېړلو په لړ کې ننګرهار پوهنتون ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره د پوهنتون ریاست مقام کې لیدنه وکړه او د خپل کاري سفر د موخو په اړه یې معلومات ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمدضیاء جبارخېل وویل، چې د خپل کاري سفر په ترڅ کې به د ننګرهار پوهنتون او نورو پوهنتونونو د معلوماتي ټکنالوژۍ سیستمونو، شبکو، ویب سایټونو، HEMIS پروګرام، ډیټا سنټرونو، سرورونو، کتابتونونو، کمپیوټر لیبونو، انټرنیټ او نورو بېلابېلو برخو نه سروې او لیدنه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه: له ارزونې وروسته به د یادو برخو د ستونزو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او هم به یې د انکشاف لپاره ځینې پروژې تطبیق کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پوهنتونونو ستونزو ته رسیده ګي کوي.

نوموړي په اړونده برخه کې د شته ستونزو په اړه د پلاوي غړو ته معلومات ورکړل او د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سروې او ارزونې په برخه کې له راغلي پلاوي سره مرسته او همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي پلاوي په تشکیل کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئیس سربېره د یاد ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر انجنیر ضیاءالرحمن صافی، د ویب سایټ عمومي مدیر انجنیر ممتاز منیب، د منیټورینګ عمومي مدیر انجنیر احسان عمري او د معلوماتي ټکنالوژۍ د برنامو عمومي مدیر انجنیر اسامـ.ـه غړیتوب لري.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS