داوطلبي ته د بلنې اعلان

مجهول (لم يتم التحقق)
ا

Publish Date

Closing Date

سرلیک: د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون لپاره (د آنلاین کورسونو د پرمخ وړلو او الیکټرونیکي زده کړو) په موخه د ثبت یوې سټوډیو جوړولو پروژه.

داوطلبي ته د بلنې شمیره: MOHE/99/NCB/G-062/Re-Bid

لوړو زده کړو وزارت ټولو واجد شرایط داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون لپاره (د آنلاین کورسونو د پرمخ وړلو او الیکټرونیکي زده کړو) په موخه د ثبت یوې سټوډیو جوړولو پروژّې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. د اړوندې شرطنپاڼې چاپ شوی نقل په وړیا توګه په حافظه یا ډسک فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو له ریاسته په لاس راوړي، خپل آفرونه د شرطنپاڼې مندرجو شرایطو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل مطابق په سر تړلي بڼه د اعلان د نشر له نیټې تر ۲۱ ورځو پورې د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست واقع په څلورمه کارته – دریمه ناحیه – کابل – افغانستان کې وړاندې کړي. نا وخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ  ندي، د آفر تضمین په بانکي تضمین بڼه (۳۳۰۰۰) درو دیرش زره افغانۍ کیږي. د آفر خلاصونې ناسته به د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د جلساتو په دفتر کې تر سره شي.