د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي له مولانا جلال الدین محمد بلخي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي له مولانا جلال الدین محمد بلخي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د خصوصي لیسانس برخې امر مولوي محمد عاقل فضلي چې د یاد پلاوي مشري يې کوله وویل، چې د یاد پلاوي موخه له تحصیلي بنسټونو څخه د څارنې او ارزونې ترڅنګ؛ په تحصیلي بنسټونو کې د روڼتیا راوستل دي.
وروسته د سمنګان ولایت څانګې مولانا جلال الدین محمد بلخي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ذبیح الله حاجي زاده یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه، چې موږ به ستاسو سره د څارنې او ارزونې په برخه کې پوره همکار یو او خوښ یو چې د روڼتیا او شفافیت په موخه څارنه او ارزونه ترسره کیږي.
په پای کې یاد خصوصي تحصیلي بنسټ خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د یاد پلاوي له لوري د حل ډاډ ورکړل شو او په اړونده برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورسره شريکې کړې.
