د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د وزارت د مرکزي ادارو او دویمي واحدونو (پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو) د ۱۴۰۳هـ.ش کال تشکيلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې ناسته وشوه.

ameen_admin
أربعاء, ديسمبر 20 2023 9:25 صباحا
udhfiudsuifs


د ناستې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب د دغه وزارت تشکيلاتي جوړښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې موږ پر داسې یوه تشکیل کار کوو، چې د هېواد د لوړو زده کړو چارې په سمه توګه تنظيم کړي، د دې وزارت اړوندو ادارو سیسټم او کاري بهیر ګړندې کړي.
نوموړي دغه راز د هېواد تحصیلي بنسټونو له رئیسانو او مسؤلينو څخه وغوښتل چې د اړتياوو او د هېواد شته امکاناتو ته په کتو خپل تشکيلاتي جوړښت تنظیم او يادې کمېټې ته يې واستوي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د تشکيلاتي جوړښت د بيا کتنې کمېټې غړو له اجنډا سره سم د هرات، جوزجان، بغلان، اروزګان او زابل تحصیلي بنسټونو د تشکيلاتي جوړښت په اړه تخنيکي بحث وکړ او د منظم او معیاري تشکیل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د تشکيلاتي جوړښت د بيا کتنې کمېټې له څلورو ورځو راهيسې پر يادو تشکیلاتو کار پيل کړى او تر دې مهاله يې د ۲۱ تحصيلي بنسټونو تشکيلاتي جوړښت بشپړ کړى چې د دې وزارت د ټولو ادارو تشکیل به له بیا کتنې او اصلاح وروسته د تائید لپاره د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون ته واستوي.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS