د لس میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د هرات پوهنتون د طب پوهنځی تدریسي روغتون د ودانۍ او انګړ د بیا رغونې او ترمیم پروژې چارې د دغه پوهنتون مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

ameen_admin
ثلاثاء, يناير 16 2024 9:00 صباحا
lkdsfjlsdklfsd

د يادې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د طب پوهنځی د تدریسي روغتون د بيا رغونې او ترمیم پروژې پيل يو ښه ګام وباله او ويې ويل:« د پروژې په بشپړیدو او د روغتون په پرانیستلو سره به د هرات ولایت اوسیدونکو لپاره د طبي معیاري خدمتونو او د درملنې د لګښتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.»
همدارنګه د هرات پوهنتون د طب پوهنځی رئيس پوهاند ډاکټر شفيق احمد جويا، هرات پوهنتون کې د تدریسي روغتون د بيا رغونې د کار په پيل کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: « له بده مرغه د هرات پوهنتون طب پوهنځی د خپل څو کلن فعاليت په بهیر کې د تدریسي روغتون د نشتون له امله د دغه پوهنځی استادان او محصلان له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې له نېکه مرغه د لوړو زده کړو وزارت د پاملرنې او د پوهنتون د رهبري پلاوي په هڅو به نږدې وخت کې د نوموړي روغتون د پرانېستې شاهدان یو. 
د هرات پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د دغه پوهنتون د تدریسي روغتون د ترميم او بيا رغونې چارې به نږدې وخت کې بشپړې او په رسمي ډول به پرانيستل شي.
 نېټه: سه شنبه 
4/7/1445هـ ق 26/10/1402هـ ش 15/1/2024م

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS