داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

مجهول (لم يتم التحقق)

Publish Date

Closing Date

سرلیک: د انګلیسې ډیزلي ۱۲۰ کیلو واټ یو پایه Perkins جنراټور  د تهیې او اخیستلو پروژه

داوطلبۍ ته د بلنې شمیره: MOHE/1398/NCB/G-073 Rebid

د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوی چې د انګلیسې ډیزلي ۱۲۰ کیلو واټ یو پایه Perkins جنراټور د تهیې او اخیستلو پروژې په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندي شرطپاڼې نقل دې په وړیا ډول په فلش ډیسک یا میموري کې د لوړوزده کړو وزارت له ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د خبرتیا د خپریدو نیټې څخه تر ۲۲ ورځو پوري د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د څلورمه کارته دریمه ناحیه کابل- افغانستان کې موقعیت لري وسپاري. وروستي رسیدلي او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه (۱۲۰۰۰۰) یو سلواو شل زره افغانۍ دي.

د آفر پرانیست غونډه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې جوړیږي.