د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان په کازان ښار کې له مېشتو افغان محصلینو سره وکتل.

ameen_admin
Tue, Jun 11 2024 4:04 AM
kfglksdfjklsd

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم په داسې حال کې چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا هم حضور درلود، د افغان استادانو او محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري رامنځ ته شویو اسانتیاوو ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې او دغه وزارت ته یې کافي بودیجه په واک کې ورکړې، چې د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې بې سارې ده.
هغه دغه راز زیاته کړه او ویې ویل: « د امیرالمومنین صاحب حفظه الله په لارښوونه ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د خپلو ادارو په خالي بستونو کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو فارغان جذب کړي.»
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له محصلانو وغوښتل چې په شوق او لېوالتيا سره خپلو زده کړو ته توجه وکړي او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي او د خپل هېواد ښه استازیتوب وکړي.
په پای کې یادو محصلینو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره خپلې یو لړ غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې ورسره شریکې کړې، چې د هغه له لوري د افغان سفارت او د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وشوه، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره عاجل اقدامات وکړي.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د لوړو زده کړو او پوهنې  وزیرانو په دویم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د فدراتیف روسیې د تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر کړی، چې په یاد کنفرانس کې به وینا هم وکړي

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS