د لوړو زده کړو او پوهنې سرپرست وزیرانو د فدراتیف روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمې نړیوالې ناستې په څنډه کې، د تاتارستان هېواد د کازان ښار له پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
Wed, Jun 12 2024 6:19 AM
gfddfggf


په پیل کې د لوړو زده کړو او پوهنې سرپرست وزیرانو او ورسره مل پلاوي د کازان ښار د پولي تخنیک پوهنتون له مشرتابه سره ناسته وکړه او وروسته یې د دغه پوهنتون له څېړنیزو مرکزونو، صنفونو، لابراتوارونو او لیلیې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو او پوهنې سرپرست وزیرانو د یاد پوهنتون له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال له هغوی څخه وغوښتل چې په تخنیکي برخو کې له افغانستان سره ګډې همکارۍ وکړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
دغه ناسته چې ۴۲ هېوادونه یې غړیتوب لري او هر کال د فدارتیف روسیې په تاتارستان هېواد کې جوړیږي، موخه یې د غړو هېوادونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو ایجاد، په راتلونکي کې د ګډو اکاډمیکو پروګرامونو جوړول او د یو بل له تجربو څخه ګټه اخیستل او په علمي ډګر کې د شته ستونزو پر وړاندې مبارزه ده.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS